د اوونۍ غوره خبرونه

د کمال خان بند د کانالونو د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي. د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایی دغه کانالونه چې ۲۴۶ کیلومټره اوږدوالی لري او شاوخوا ۵۰ زره هکټاره ځمکه به زرغونه کړي د دې کانالونو په جوړولو ۹.۹ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي او ۴۹ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي. کمال خان بند د هېواد یو له سترو پروژو څخه دی، چې په دې وروستیو کې د اوبو اخیستنې لړۍ یې هم پیل شوې.


  • 01 كب 1399